
یکنا نیوز د «عربي ۲۱» له قوله راپورراکړ د جرمني په پلازمینې برلین کې د «یوه دیني کور» د پروژې پر عملي کولو هڅې دوام لري؛د دینو یوه مشترکه ستره هڅه چې هدف ئې دا دی چې په «پتری پلاتز» میدان کې یوه کلیسا، یوه کنیسه او یو مسجد په یوه ګډې جوړې ودانئ کې موقیعیّت ولري.
سره له دې چې د دې مفکورې له مطرح کېدو شاوخوا پنځلس کاله او د بنسټ د ډبرې له تکیښودلو پنځه کاله تېر شوي، د پروژې ساحه لا هم یوازې یوه لویه ژوره کنده، یوه معلوماتي لوحه او یو کوچنی جوړښت دی چې د لیدونکو لپاره کیښودل شوی.
د جماعت امام او د پروژې یو بنسټګر قادر سانجي،وایي:ګډ فعالیتونه، سره له دې چې په جرمني کې له اسلامه ویرونه او له یهودیت سره ضدیّت زیات شوی دی ، په تېرو دوو کلونو کې د ورته دینونو ګډه پروژه —په ځانګړي ډول دا چې یهودیان او مسلمانان سره نږدې کوي ،زموږ هڅې لا پیاوړې او منظمې شوې دي.
پادری اندریاس ناخاما هم وايي:«د سولې ګډې دعاګانې هره میاشت ترسره کېږي او کله ناکله په کې د بېلابېلو دینونو له ۵۰۰ څخه زیات ګډونوال برخه اخلي.»
همدارنګه ستر پادري مارین ګاردای څرګندوي:«د دې ملګرتیا بریا له دې عقیدې سره تړاو لري چې مؤمنان باید د ژورو اختلافونو سره سره یو ځای ژوند وکړای شي. که مونږ دا کار ونه شو کړای، نو بیا ئې بل څوک کولای شي؟»
د دې پروژې مفکوره هغه وخت رامینځته شوه چې د پروټسټانو «سنت مري» کلیسا وړاندیز وکړ چې د ابراهیمي دینونو لپاره دې په هغه ځای کې ګډ عبادتځای جوړ شي چې د برلین تر ټولو لرغونی کلیسا تر ۱۹۶۴م کال پورې هلته موجوده وه او وروسته ونړېدله.
د پروژې مدیر، رولاند استوله، وایي:«موخه یوازې دا نه ده چې کلیسا ته دا ځای بېرته ور وګرځوو؛ بلکې مونږ غواړو داسې ګډ ځای جوړ کړو چې درې الهي دینونو د دعا درې جلا هالونه ولري او یوه ګډه کوټه ولري چې د دې درو دینونو د پیروانو د اړیکو لپاره ځانګړې شوې وي.»
د دې پروژې بریالی ډیزاین په ۲۰۱۲م کال کې د ۲۰۰ وړاندیز شویو طرحو له ډلې وټاکل شو، خو د بودجې برابرول د کلونو لپاره وځنډېد. بودجه له ۶۹ میلیونو یورو څخه ۴۲ میلیونو یورو ته راکمه شوه.
تر اوسه پورې نه یوازې له جرمني،بلکې له له ۶۰ څخه زیاتو هېوادونو د دې ګډ عبادتځای لپاره مالي مرسته شوې ده.
د «دینونو یو واحد کور» د برلین د الکساندر پلاتز څنګ ته موقعیت لري. په تېرو ۸۰۰ کلونو کې په دې سیمې کې څلور مسیحي کلیساوې موجودې وې.
رولاند استولته باور لري:«د دې مرکز د جوړولو مفکوره د یوې سادې ودانۍ د جوړولو له مفهوم څخه خورا لوړه او ستره ده.»
https://iqna.ir/fa/news/4321900